د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ابتدايي پلټنې سره سم هغه شکمن بريدګر کوم چې د اپريل په ٣مه نېټه يې د سان پيترزبورګ د مترو په تمځای کې ترهګريز بريد کړی، د منځنې اسيا وګړی دی او د سوريې له افراطيونو سره اړيکې لري.
په خبر کې د سان پيترزبورګ د امنيتي ادارې په قول راغلي چې د بريدګر د مړي ځينې برخې پيدا شوي او د پلټنې په غرض اړوندې څانګې ته ليږدول شوې دي. د کارپوهانو د ابتدايي څېړنې له مخې، دغه بريدګر له ځان سره د پخپله جوړ شويو بمونو په وړلو د مترو واګون ته ننوتلی او د مترو د تګ په حال کې يې چاودنه ورکړې.
ژغورونکي کارونه پای ته رسيدلي دي، روسي کارپوهان د پېښې ځای کې په پلټنه بوخت دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |