د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړ چې د فبرورۍ له شلمې نېټې څخه د مارچ تر شلمې نېټې پورې په هره ورځ کې د ايران د اومو نفتو او اوبلن ګاز صادراتي اندازه ٣ مليونه او ٥٠٠ زرو بيلرو ته رسيدلې ده چې دا شمېر د پخوا په نسبت لوړ دی.
په هره ورځ کې د ايران د اومو نفتو صادراتي اندازه ٢ مليونه ٢٦٥ زره بيلره وه چې دا شمېر د بنديزونو په مهال کې يو مليونه بيلره و. د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هر اړخيز تړون له عملي کېدو وروسته، ايران د نفتو صادرات ډېر زيات کړي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |