CRI Online

په م م کې د پاکستان دايمي استازې د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنې قدرداني وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-04 14:59:08

د سنهوا اژانس دخبر له مخې، په م م کې د پاکستان دايمي استازې مليحه رودهي د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړه نژدېوالي لپاره ګټوره چيني پروژه ده. پاکستان او چين ټينګ ملګري دي، پاکستان هيله لري چې د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مثبت رول ولوبوي.

رودهي وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ له امله ټول برخوال هېوادونه د سيمه ييز ټرانسپورټي تګ راتګ او پيوستون او تجارتي همکارۍ له لارې اقتصادي سمسورتيا تر لاسه کولی شي. نه يوازې فزيکي ارتباط به ټينګ شي بلکې د دې سيمې د هېوادونو د خلکو زړونه به راغونډ شي.

نوموړې وويل، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او پاکستانيان ټول په دې نظر دي چې د چين دغه غوښتنه به نړۍ بدله کړي او زموږ سيمې ته به مثبت بدلون ورسوي. د يوه کمربند او يوې لار تر چوکاټ لاندې به زموږ په وروسته پاتې سيمو کې سړکونه، اوسپنيزې لارې جوړې شي، ټرافيک به ښه شي او تجارتي دهليز به اباد شي، دغه راز د بېلا بېلو هېوادونو خلک به سره وتړل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای