د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اپرېل د ٤مې نېټې تر غرمې وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې فنلنډ ته له بېجينګ څخه حرکت وکړ.د فنلنډ او امريکا د ولسمشرانو په بلنه به رئيس شي جين پينګ دغو ٢ هېوادونو ته سفر وکړي.
د رئيس شي مېرمن پنګ لي يوان ،د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړی او د تګلارو څېړنيز دفتر مشر وانګ هو نينګ، د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ،د مرکزي دفتر مشر لي جان شو او د دولتي شورا غړی يانګ جي چه هم ور سره په دې سفرونو کې ملګري دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |