د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا چون ينګ د اپريل په ٤مه نېټه د روسيې د سان پيترزبورګ د مترو په سټېشنونو کې د شويو ترهګريزو بردونو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل، چې چين په سان پترزبورګ کې د شويو ترهګريزو بريدونو په اړه ډېر حيران او غمجن دی او دغه پېښه په کلکه غندي، د وژل شويو کسانو په مناسبت د تعزيت ژور مراتب څرګندوي او د وژل شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو سر خپله خواخوږي څرګندوي.
تروريزم د انسانانو ګډ دښمن دی. چين هيله لري چې له روسيې او نړيوالې ټولنې سره همکاري پياوړې کړي، تر څو ترهګريز خطرونه او ننګونې له منځه يووړل شي او نړيواله سوله او امنيت تامين شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |