CRI Online

شي جين پينګ د سېنټ پيترزبورګ ميټرو کې د چاودنې له امله پوټين ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-04 16:39:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په څلورمه نېټه د روسيې د سېنټ پيترزبورګ ښار په ميټرو کې د سختې چاودنې له امله د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي چې چين په کلکه دغه ترهګريز بريد غندي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب ټولو قربانيانو ته خپل ژور تعزیت څرګندوم او د قربانيانو کورنيو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم. چين په ټينګه له هر ډول تروريزم سره مخالفت کوي او غواړي چې له روسيې سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې خپلمنځي همکاري ژوره کړي او په ګډه سره د دواړو هېوادونو او د نړۍ د سولې ساتنه وکړي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په همدې ورځ د دغه بريد له امله د روسيې صدراعظم دمتري مدويديف ته د خواخوږۍ پيغام وليږه. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای