CRI Online

شي جين پينګ هلسنګي ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 08:57:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې په وسيله هلسنګي ته ورسيد او له فنلنډ څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

د همدې ورځې پر ځايي وخت د ماسپښين په پنځو بجو او پنځه پنځوس دقيقو ياده الوتکه د هلسنګي هوايي ډګر ته ورسيده . رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د دې هېواد د ازادېدو د سلمې کاليزې په مناسبت د فنلنډ حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او مبارکي وويله . هغه دې ته اشاره وکړه چې که څه هم د چين او فنلنډ ترمنځ ځمکني واټن ډېر دی، خو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي ټينګه ده.فنلنډ يو داسې هېواد دی چې په ډېر مخکې يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وې او د لومړي لويديځ هېواد په توګه يې له نوي چين سره سوداګريز تړون هم لاسليک کړی دی.په دې وروستيو کلونو کې په سوداګريزو،علومو او کلتوري ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوره هم پياوړی شوې ده.هيله لرم چې د فنلنډ له مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ د نورو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په هکله پرمختيايي پلان جوړ کړم. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای