CRI Online

فرانسه، جرمني او روسيه به د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 09:58:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اپريل په ٤مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د فرانسې ولسمشر فرانسيس هولاند، د جرمنې صدراعظمې انګيلا مېرکيل او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د همدې ورځې په سهار په ټليفوني خبرو کې دا څرګنده کړه چې درې هېوادونه به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

هولاند او ميرکيل د روسيې د سنپيترسبورګ ښار د مترو د ترهګريز بريد په اړه له پوتين سره خواخوږي څرګنده کړه. دريو مشرانو موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به همکاري پياوړې کړي، په تېره بيا به اړوند مالومات پر وخت  شريک کړي.

د اپريل د درېيمې نېټې په ماسپښين د روسيې د سنپيترسبورګ ښار په مترو کې چاودنه وشوه چې له امله يې ١٤تنه مړه او ٤٩ تنه نور ټپيان شوي دي. روسيې دغه پېښه ترهګريز بريد بللی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای