د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د روانې مياشتې په څلورمه نېټه دغه خبر رد کړ چې حکومتي پوځ په همدې ورځ د دې هېواد په شمال لويديځ عدليب ولايت کې زهرجن ګاز کارولی دی.
د سوريې يو پوځي چارواکي وويل چې حکومتي پوځ هېڅکله زهرجن ګاز نه کاروي.خو دا شونتيا شته چې حکومتي پوځ د حکومت ضد وسله والو کمياوي وسله تون په نښه کړې وي.
د سوريې د بشري حقونوڅار سازمان چې مقر يې د بريټانيا په لندن کې دی، وويل چې په همدې ورځ حکومتي جنګي الوتکې د دې ولايت په جنوب پر يوې علاقه دارۍ هوايي بريد وکړ او په دې ترڅ کې زهرجن ګاز يې کارولی چې له امله يې لږ تر لږه اته پنځوس تنه وژل شوي او نور ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |