CRI Online

د ايران اسمان هوايي شرکت د شپېتو الوتکو د اخيستلو په هکله د امريکا له بوين شرکت سره قرارداد لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 09:35:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې تر يوه کلنو خبرو اترو وروسته د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د ايران اسمان هوايي شرکت د شپېتو الوتکو اخيستلو په هکله د امريکا له بوين شرکت سره قررداد لاسليک کړ او استازو يې په همدې ورځ د  لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دې قررداد له مخې د بوين شرکت به له ٢٠١٩ کال څخه ګام په ګام د ايران اسمان هوايي شرکت ته الوتکې وسپاري او په ٢٠١٩ کال کې بايد له پنځو څخه تر لسو پورې الوتکې وروسپاري .د بوين شرکت په خوله دغه قرارداد د تړون ياددښت دی او بايد د امريکا د حکومت له خوا منظور شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای