د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې تحقيقاتي کمېسيون د اپريل په ٤مه نېټه وويل، يوه ورځ مخکې د سنپتيربورګ ښار په مترو کې د چاودنې په اړه د شکمن بريدګر هويت تاييد شوی دی.
د ياد کمېسيون وياند سويتلنه پيترنکو وويل، د شکمن بريدګر نوم اکبرجان جليلوف دی او په ١٩٩٥ کال کې زېږېدلی. تر دې چاودنې مخکې، جليلوف د مترو په يو بل سټېشن کې هم يوه پنډه ځای پر ځای کړې چې پکې چاودونکي توکي شته وو، خو دغه پنډه نه ده چاودلې.
د روسيې د روغتيا وزارت د اپريل په ٤مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د يادې چاودنې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ١٤ ته رسېدلی او نږدې پنځوس کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |