د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د تهران ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې د ايران د صنعت او دکانونو سوداګريزې ادارې مرستيال منصور موزامی وويل، د لمريزې جنترۍ له مخې تېر کال يعنې د ٢٠١٧ کال د مارچ تر شلمې نېټې پورې په ايران کې د موټرونو توليدي اندازه يو مليون درې لکه وه، اټکل کېږي چې د ٢٠١٨ کال د مارچ تر شلمې نېټې پورې به دغه شمېره يو مليون پنځه لکو ته ورسېږي.
د نړۍ د موټر سازمان د ٢٠١٧ کال په مارچ کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په ٢٠١٦ کال کې ايران کې د موټرونو توليدي اندازه يو مليون يو لک څلور شپېتو زرو او اوو سوو لسو ته رسېدلې چې د ٢٠١٥ کال په نسبت اتلس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی. دغه سرعت په نړۍ کې تر ټولو ګړندی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |