د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا پوځ د اپريل په پنځمه نېټه وويل، شمالي کوريا د همدې ورځې په سهار د بالستيک توغندي په شان د يو راکټ د توغولو ازموينه کړې ده.
د جنوبي کوريا خبري اژانس د درستيزانو په قول خبر ورکړ، شمالي کوريا د همدې ورځې د سهار په شپږو بجو څلويښتو دقيقو په شمالي هاميونګ دو سيمه کې يو الوتونکی راکټ وتوغولو چې د الوتنې واټن يې کابو ٦٠ کيلومتره و. اوس د جنوبي کوريا پوځ د دې راکټ په پلټنه بوخت دی.
د جنوبي کوريا د دولتي امنيت ساتونکې ادارې مشر کيم کوان جن په همدې ورځ د شمالي کوريا د دې عمل په وړاندې يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |