CRI Online

سعودي عربستان د م م د سړکونو د حمل و نقل تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 10:47:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سعودي عربستان ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړ، سعودي عربستان په وروستيو ورځو کې په رسمي توګه د م م د سړکونو د حمل و نقل په تړون کې د ګډون اعلان کړی.

سعودي عربستان په منځني ختيځ کې مهم ستراتيژيک جغرافيايي موقعيت لري. په ياد تړون کې د سعودي په ګډون سره به د نړيوالو سړکونو له لارې د حمل و نقل ګامونه اسان شي او سيمه ييزې سوداګرۍ ته به ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د م م د سړکونو د حمل و نقل تړون په ١٩٤٨ کال کې لاسليک شوی او موخه يې د نړيوالې سوداګرۍ او د نړيوالو سړکونو له لارې د حمل و نقل اسانتياوې او د امنيت پياوړی کول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای