د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جې يي د اپرېل په څلورمه نېټه وويل، د دارفور مسئله په سياسي، امنيتي، انکشافي او بشري عناصرو پورې اړه لري، د دې مسئلې حل و فصل هر اړخيزو تدبيرونو ته اړتيا لري.
هغه په همدې ورځ د امنيتي شورا په اړونده غونډه کې وويل، نړيواله ټولنه دې د عرب ليګ د لوړپوړي ټيم د خوزښتونو ملاتړ وکړي او د سوډان حکومت او حکومت ضد سازمانونو تر منځ د تړونونو د لاسليکونو او او د خبرو اترو له لارې د دوي تر منځ د تضادونو د لېرې کولو لپاره کوښښونه وکړي. د دې تر څنګ، چين هيله لري چې اړوندې خواوې د سوډان د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړونې کار د پياوړتيا، د دې هېواد د انکشافي توان د لوړتيا او د سيمې د اقتصاد او ټولنې د دوامدار پرمختګ لپاره مرسته برابره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |