د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٤مه نېټه م م د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوريې په شمال لويديځ عدليپ ولايت کې د کيمياوي وسلو کارونې ته پاملرنه وکړه.
د م م سرمنشي ګوتريس په همدې ورځ په خپله اعلاميه کې ويلي چې د سوريې د ياد ولايت پر جنوبي سيمې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د کيمياوي وسلو پر کارونې انديښمن دی او د وژل شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته يې خواشيني څرګنده کړې ده.په دې اعلاميه کې راغلي چې تر اوسه م م دغه خبر نه دی تائيد کړی ، خو د کيمياوي وسلو مسئلې په هکله د م م څار ډلې د دې پېښې په اړه د معلوماتو په تر لاسه کولو پيل کړی تر څو دا څرګنده شي چې ايا په دې هوايي بريد کې کيمياوي وسلې کارول شوي دي او که نه. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |