CRI Online

ګوټريس د م م له نفوسو صندوق سره د امريکا د مرستو پر بنديزو تاسف څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 15:49:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي اندونيو ګوټريس د اپرېل په څلورمه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د م م د نفوسو له صندوق سره د امريکا د مرستې د پرې کېدو په باره کې تاًسف څرګند کړ.

د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ګوټريس په اند، د امريکا د دې پرېکړې لامل د ياد صندوق د کارونو پر اهميت ناسمه پېژندنه ده. هغه وويل، ګوټريس د م م دکډوالو چارو د لوړپوړي مدير په توګه کار کړی او په خپله يې دا ليدلي چې د نفوسو صندوق لخوا نيول شويو تدبيرونو خلک وژغورل. ګوټريس له بېلا بېلو خواوو څخه وغوښتل چې له نفوسو صندوق څخه ملاتړ و، څو چې دغه صندوق په دې ستونزمنه موده کې کار ته دوام ورکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای