CRI Online

د روسيې په وړاندې نوي ترهګريز خطرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 16:35:54


د اپريل په ٣مه نېټه د روسيې په سان پيترزبورګ کې د مترو په سټېشن کې چاودنه وشوه چې له امله يې ١٤ تنه وژل شوي دي. د چاودنې د پېښېدو په وخت کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په نوموړي ښار کې په يو ديپلوماتيک فعاليت کې ګډون کړی و. د روسيې لويې څارنوالۍ دغه پېښه د ترهګريز بريد په توګه پېژندلې. د روسي پوليسو له ابتکاري پلټنې څخه ښکاري چې شکمن بريدګر ښايي له افراطي ديني ډلې سره اړيکې لري. د څيړونکو په اند له دې وروسته چې په منځني ختيځ کې د تروريزم پرضد د روسيې لوی عمليات پيل شوي، نړيوال ترهګريز سازمانونه د روسيې په وړاندې نوي امنيتي خطرونه ګرځيدلي دي.

په سان پيترزبورګ کې چې تل ارام و، ځايي اوسيدونکي د ناڅاپي شوي بريدله امله حيران او نه پوهيږي څه وکړي. له دې څخه چې په ٢٠١٣ کال کې په ولګوګراډ کې د اورګاډيو پر تمځای بريد شوی و، په تېرو دريو کلونو کې په روسيه کې پر عامه ټرافيکي سيستم سخت ترهګريز بريد نه و شوی.

د روسيې د فيډرالي اکتشافي چارو کميټې ياده پېښه د ترهګريز بريد په توګه بللې، خو کريملين ماڼۍ په دې هکله لا جدي څرګندونې کړې. د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ډميتري پيسکوف وويل چې که څه هم د ترهګريز بريد ښکاره نښې څرګنديږي، خو ټول احتمالونه بايد په پلټنه کې شامل شي. د روسي کارپوهانو په اند دا يو طرحه شوی ترهګريز بريد و. ځکه چې د پېښې په وخت کې ولسمشر پوټين په سان پيترزبورګ کې و، نو د دې پېښې تر شا سياسي عوامل د پاملرنې مرکز ګرځېدلی دی.

تر اوسه د روسيې امنيتي ادارې د بريدګر صحيح هويت او نيت نه دی تاييد کړی. روسي خبري رسنيو د اپريل په ٤مه نېټه د سان پيترزبورګ د امنيتي څانګې په قول خبر ورکړ چې د مقدماتي پلټنې سره سم شکمن بريدګر د منځني اسيا کس دی او ښايي د منځني ختيځ له افراطيونو سره اړيکې ولري.

د روسيې د عامه افکارو په اند دغه پېښه ښايي له داعش سره اړيکې ولري. د نړيوالو چارو په اړه روسي کارپوه ډميتري سوسلوف په دې نظر دی چې ښايي په سوريه کې د ترهګرۍ پر ضد د روسيې عمليات د دې بريد سبب وي.

په چيچنيا کې د جګړې له پای ته رسيدو وروسته روسيه د شمالي قفقاز د بيلتون غوښتوونکې ډلې له ترهګريزو بريدونو سره مخامخ وه. د ٢٠١٣ کال راهيسې په روسيه کې سخت ترهګريز بريدونه نه دي رامنځته شوي، له دې څخه ښکاري چې د هېواد په داخل کې له ترهګريزو ځواکونو سره مبارزه کاميابه شوه. خو د ٢٠١٥ کال له سپتمبر راهيسې روسيې په سوريه کې پر داعش او نورو ترهګريزو ډلو پوځي عمليات کړي، داعش ډلې بيا بيا ويلي چې د روسيې څخه به انتقام واخلي، دغه راز د روسيې په وړاندې د تروريزم خطرونه لوړ شوي دي. د کارپوهانو په اند د داعش په شمول د افراطي ځواکونو سره د روسيې مبارزه د شمال کوکاسوس تر حالاتو پورې اړه لري. د جغرافيايي نژديوالي او د قومي او مذهبي ارتباطو له امله د روسيې د شمالي قفقاز افراطي ځواکونه له داعش سره اړيکې لري. د داعش په شمول د افراطي ډلو تر پارونې او مالي مرستو لاندې په شمالي قفقاز او منځنې اسيا کې افراطي ځواکونه د فعال کېدو په حال کې دي. که نوموړې افراطي ډله نه له منځه يووړل شي، په شمالي قفقاز کې به افراطي ځواکونه بيا ځواکمن شي او کمزوري شوي بيلتون غوښتونکي ځواکونه به بيا فعال شي چې دا به د روسيې پر امنيت، ثبات او د خاورو بشپړوالي لپاره ډېر سخت خطرونه وي.

د روسيې ولسمشر پوټين تل له ترهګرۍ سره په مقابله کې ټينګ او کلک دی. د څيړونکو په اند بريدګر په عمدي توګه په هغه وخت کې بريد وکړ کله چې پوټين په سان پيترزبورګ کې په فعاليت کې ګډون کاوه، موخه يې دا وه چې په ټولنه کې د ويرې فضا جوړه کړي او د روسيې پر حکومت ګواښ وکړي. که اخرا د سان پيرزبورګ د چاودنې او داعش ترمنځ اړيکې تاييدې شي، روسيه به نه دا چې د منځني ختيځ له چارو څخه لاس وانخلي، بلکې نور د ترورزيم پر ضد نړيوالو عملياتو کې به فعال ګډون ته دوام ورکړي.

کارپوهانو دې ته اشاره کوي چې له دې سره چې روسيې په ژوره توګه د منځني ختيځ په چارو کې لاس لري، نړيوال ترهګريز سازمانونه د روسيې په وړاندې نوي خطرونه ګرزي. د تروريزم پرضد ميکانيزم د بشپړوالي او له تروريزم سره د مبارزې د پياوړتيا پرته، روسيه د نړيوالې همکارۍ پراخوالي ته اړتيا هم لري. اوسمهال روسيې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له ترکيې، ايران او عراق سره همکاري پياوړې کړې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای