CRI Online

د پاکستان په لاهور کې د يوه ځانمرګې بريد له امله شپږ تنه مړه او ١٥تنه نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 16:42:23

د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې: د پاکستان په ختيځ د بنجاب ايالت د لاهور په ښار کې د اپريل په ٥مه نېټه سهار يوه ځانمرګې بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ٦تنه مړه او ١٥تنه نور ټپيان شوي دي.

د پنجاب ايالت حکومتي وياند وويل چې بريدګر پر يو بس بريد وکړ چې د نفوس د څيړنيزې ډلې کارکوونکي پکې سپاره و چې له امله يې د څلورو نظامي کوونکو په شمول ٦تنه مړه شوي. هغه وويل له بريد وروسته اړوندې څانګې د نفوس د څيړنيزې ډلې د امنيت ساتلو کارونه پياوړي کړي دي.

دغه وياند وويل تر اوسه هيڅ ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې او اړوندې پلټنې روانې دې.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د دغه بريد سخته غندنه وکړه ت او روغتون ته يې هدايت ورکړی چې تر وسی پورې له ټپيانو سره مرسته وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای