CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 17:01:56
ولسمشر غني له ملي لوبډلې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن په ارګ کې د افغانستان د کرکټ د بورډ له مشرتابه او ملي لوبغاړو سره وکتل

په پیل کې د کرکټ د بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۵ پرلپسې اتلولیو مبارکي جمهور رئیس محمداشرف غني او ټول ولس ته وړاندې کړه. مشعل وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس د نړۍ د غوره لوبډلو په فهرست کې ده او د کرکټ د نړیوالو معیارونو سره سم په هیواد کې د ننه یوه معیاري لوبغالي ته اړتیا لري تر څو موږ د نړیوالو لوبډلو کوربه توب وکړای شو. نوموړي د جمهوري ریاست عالي مقام ته د کابل د نړیوال کرکټ لوبغالي د ځمکې د پراختیا وړاندیز هم وړاندې کړ.

ورپسې لوبډلمشر اصغر ستانکزي خبرې وکړې. نوموړي د جمهور رئیس محمداشرف غني له مشفقانه ملاتړ او د ملي لوبډلې د هڅونې له امله مننه وکړه. همداراز یې د کرکټ بورډ د رهبرۍ له هیئت څخه د ملي لوبډلې لپاره د هر ډول اسانتیاو د برابرولو له امله مننه وکړه.

جمهور رئیس محمداشرف غني په خپله وینا کې د کرکټ د ملي لوبډلې د پرلپسې ۵ اتلولیو مبارکي د دغې ادارې مشرتابه او ټولې لوبډلې ته وویله.

جمهور رئیس وویل چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تل په خپلو اتلولیو سره افغان ولس ته ویاړ او خوښۍ بخښلې دي.

د هیواد جمهور رئیس د کابل د کرکټ لوبغالي د ځمکې پراختیا په هکله د کرکټ د بورډ د عمومي رئیس د وړاندیز په هکله هدایت وکړ چې د لوبغالي د پراختیا ډیزاین او اړونده اسناد له جمهوري ریاست سره شریک کړای شي تر څو د کابینې غونډې ته د تصویب لپاره وړاندې شي.

اصغر ستانکزی يو کامياب لوبډلمشر دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی اصغر ستانکزی د ټولې نړۍ د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبډلمشر شو چې په خپلې کیپتانۍ کې یې ترټولو زیاتې شل اوریزې لوبې دافغانستان په ګټه پای ته رسولي دي

د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ په دنده کې دې ښې لاسي تېز توپوهونکي تردې مهاله ۳۳ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د بیلابیلو لوبډلو سره ترسره کړي دي؛ چې په ترسره شویو ۳۳ سیالیو کې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان لپاره ګټلي او یوازې ۶ سیالۍ یې بایللې دي.

تراوسه پورې د نړۍ هېڅ یو لوبډلمشر په ۳۳ سیالیو کې ۲۷ سیالۍ د خپلې لوبډلې په بریا پای ته نه دي رسولې.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کیپتان او ویکټ ساتونکي ام ایس ډهوني په خپله لوبډلمشرۍ کې د هندوستان لپاره ۷۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي؛ چې له همدې ۷۲ سیالیو څخه یې ۴۱ سیالۍ د هند په ګټه پای ته رسولي دي؛ او پاتې ۳۱ سیالۍ یې بایللې دي.

د لوبډلمشر په حېث د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اوسني کیپتان اصغر ستانکزي دبریا اوسط ۸۱٪ سلنه دی؛ خو د نړۍ بل هېڅ یو لوبډلمشر اوسط له ۶۰٪ سلنې څخه پورته نه دی.ښاغلي ستانکزی په لوبه کې زیات وخت د توپوهونکي رول لوبوي او په ښي لاسی د چټکې توپوهنې (هېټر) تمه ترې هم کیدلی شي. اصغر ستانکزي په نړیوال کرکټ کې د افغانستان لپاره له ۷۰ پورته یو ورځنۍ، او له ۴۰ پورته شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي. نوموړي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالي په ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه په بینوني کې د سکاټلېنډ په خلاف ترسره کړه؛ او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالي یې بیا په ۲۰۱۷ کال د ماچ په ۲۴ مه نېټه د ایرلینډ په خلاف د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کړه. چې دهمدې لوبې په بریا سره افغانستان د ایرلینډ څخه د یو ورځنیو سیالیو سیریز هم وګاټه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لوبې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روان زیږدیز کال په جون کې د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۳ نړیوالو شل اوریز او ۳ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ ترسره کړي. د ۳ نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ به د جون په ۲مه، ۳مه او ۵مه او د ۳ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ به د جون په ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي. د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ به د ویسټ انډیز په وارنر پارک لوبغالي او د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ به په ډارن سیمي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د سیالیو د لړیو په اړه د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ادارو د مشرتابه ترمنځ رسمي هوکړه لیک پرون لاسلیک شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای