د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ٥مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چين له هند څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه هغه ناسم عملونه ختم کړي چې د دالای له لارې د چين ګټو ته زيانونه رسوي او د دواړو هېوادونو تر منځ حساسه مسئله لمسوي.
د هند خبري رسنيو د خبر له مخې: د هند د تش په نامه د اروناچال ايالت د حکومت په بلنه دالای په وروستيو ورځو کې د چين او هند تر منځ د سرحدی کرښې په ختيځ کې د هند تر کنټرول لاندې جنجال لرونکي سيمې ته سفر وکړ. په دې هکله وياندې هوا چون ينګ وويل چې چين د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدی کرښې په ختيځه برخه کې دايمی او څرګند دريځ لري.هند د څوارلسم نسل داری په هدف ډېر پوهېږي. د چين او هند تر منځ جنجال لرونکي سيمې ته د ده سفر کول نه يوازې د تبت د مسئلې په هکله د هند له ژمنې سرغړونه ده، بلکی د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدی کرښې توپيرونه سختوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره ګټور نه دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |