CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د کوريا ټاپووزمی د مسئلې په هکله له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې هغه څه تر سره نه کړي چې سيمه ييزې ترينګلتياتيا سبب شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 19:49:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ٥مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل د کوريايي ټاپووزمی مسئله له ډېره وخت راهيسی موجوده ده. که غواړو چې دغه مسئله په معياري او اصلي توګه حل شي، بايد هراړخيزې تګلارې غوره شي. چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي تر څو له کوريا ټاپووزمی څخه د ذروي وسلو د نه خپرېدو او د دايمی سولې او امنيت حالت رامنځته شي.

د جنوبي کوريا د خبري رسنيو د خبر له مخې: شمالي کوريا د روانې مياشتې ٥مې نېټې په سهار د کوريا ټاپووزمی ختيځې سمندري سيمې ته يوه بالستيک توغندی توغولی. په دې هکله وياندې هوا چون ينګ وويل چين اړوند خبرتاژ ته پام اړولی چې د امنيت شورا په اړوند پريکړه ليک کې د شمالي کوريا لخوا د بلستيک توغندی تکنالوژۍ له لارې د توغولو فعاليت په هکله څرګند مقررات شته. زموږ په اند په اوسني حالت کې اړوندې خواوې بايد زغم وساتي او هغه څه تر سره نه کړي چې د سيمه ييزې بې ثباتۍ سبب شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای