CRI Online

شي جين پينګ د فنلنډ له ولسمشر سولي وېنامو نينيستو سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-05 20:46:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په پنځمه نېټه په هلسينګن ښار کې د فنلنډ له ولسمشر سولي وېنامو نينيستو سره وکتل . دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٧ کلونو راهيسې د دغو اړيکو لاسته راوړنې وستايلې او د نوي ډول د خپلمنځي همکاريزو اړيکو د جوړولو اعلان يې وکړ.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چين او فنلنډ د متقابل درناوي، مساوات او ګډو ګټو پربنسټ ښه ملګري دي. دواړه خواوې بايد د ستراتيژۍ او لرې نظر له لحاظه د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي، ستراتيژيک اعتماد دې پياوړی کړي، د دوه اړخيزو اړيکو سياسي بنسټ دې ټينګ کړي ، د همکارۍ پټ قوت دې پيدا کړي او په خپلو پرمختيايي لارو کې دې له يو بل څخه ملاتړ وکړي.

نينيستو وويل، فنلنډ هيله لري چې د رئيس شي جين پينګ د روان سفر د فرصت په نيولو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي، په مهمو نړيوالو مسئلو کې خپلمنځي همغږي زياته کړي او د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ همکارۍ نورې هم نژدې کړي.

دواړو مشرانو پدې موافقه کړې چې د چين او فنلنډ ترمنځ د نوی ډول همکاريزې اړيکې به ټينګې کړي او له خبرو اترو وروسته دواړوخواوو پدې هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای