CRI Online

شي جين پينګ د فنلنډ د پارلمان له مشرې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 09:04:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ٥مه نېټه په هلسينکي کې د فنلنډ د پارلمان له مشرې ماريا لوهيلا سره وکتل.

رئيس شي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې فنلنډ له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګولو او د همکارۍ د پرمختګ په برخو کې له نورو لويديځو هېوادونو مخکې دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د متقابل درناوي او برابري پر بنسټ په ثابته او سالمه توګه ټينګې شوې دي. چين له فنلنډ سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له فنلنډ سره د خپلمنځي اړيکو د ټينګولو او د خلکو د ګټو د موندلو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

رئيس شي د دواړو هېوادونو د تقنيني څانګو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پارلماني مشرې لوهيلا هڅونې وستايلې. دواړه خواوې بايد د بېلا بېلو کچو ترمنځ تګ راتګ وساتي او نور زيات فعاليتونه دې جوړ کړي، تر څو د پارلماني غړو په تيره بيا ځوانو غړو ترمنځ د تفاهم د ژوروالي لپاره زمينې برابرې شي.

لوهيلا وويل، چې فنلنډ د چين له خوا د ټولنې او اقتصاد تر لاسه شوي برياليتوبونه ستايي او په دې نظر دی چې د چين پرمختګ د فنلنډ لپاره فرصت دی او هيله لري چې په سوداګرۍ، کلتور، ژمني لوبو او نړيوالو چارو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای