CRI Online

شي جين پينګ د فنلنډ له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 09:18:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ٥مه نېټه د فنلنډ په هلسينګی ښار کې د دغه هېواد له صدراعظم جوها سيپيلا سره وکتل.

رئيس شي وويل چې د چين او فنلنډ ترمنځ اړيکې لرغونې او دوستانه دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور ټينګ شوی،په اقتصادي برخه کې يې ګډې ګټې تر لاسه کړې،په کولتوري برخه کې متقابله تبادله او تګ راتګ يې زيات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ثابت او سالم ډول پرمختګ کوي. هغه زياته کړه چې د اروپا پرمختګ د نړيوالې سولې او ثبات لپاره ګټور دی.چين هيله لري چې فنلنډ د چين او اروپا ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره لاستر رول ولوبوي.

جوها سيپيلا وويل چې فنلنډ په نړيوالو چارو کې د چين د فعال رول او د روان کال په پيل کې د داوس د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د رئيس شي د وينا ستاينه کوي.فنلنډ غواړي له چين سره د پانګونې،چاپيريال او د پاکولو تخنيکونو ،سيلانۍ،ژمنيو سپورټي لوبو،ښوونې،او د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای