CRI Online

يو جنګ شنګ د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر رضا رباني سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 09:31:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې مشر يو جنګ شنګ چې پاکستان ته د سفر په حال کې دی، د اپريل په ٥مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر رضا رباني سره خبرې اترې وکړې.

يو جنګ شنګ وويل، چې چين او پاکستان ښه ګاونډيان، دوستان او ملګري دي. دواړه خواوې بايد د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي، د يوه کمربند او يوې لارې په اړه دې د بندرونو، انرژۍ او د چمتو کولو صنعت په برخو کې همکاري پياوړې کړي، د دواړو خواوو د امنيت او سيمه ييز ثبات لپاره دې د دفاع او امنيت همکاري پياوړې کړي او د کلتور، ښوونې، طبي چارو او سپورټ په برخو کې دې تګ راتګ پراخ کړي.

رباني وويل، چې له چين سره د اړيکو پرمختګ د پاکستان د ديپلوماتيکو چارو بنسټيزه تګلاره او د بېلا بېلو سياسي پاکستاني ډلو ګډه نظريه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ژور پرمختګ د سيمه ييز ثبات او سمسورتيا او د اسيايانو د ګډو چارو لپاره ګټور دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای