د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي او اسيايي اقتصاد د ٢٠مې دورې سرمشريزه غونډه د اپريل په ٥مه نېټه د ترکيې په استانبول کې پرانيستل شوه او د ازادې سوداګرۍ او سيمه ييز اقتصادي پيوستون د پياوړتيا غوښتنه يې وکړه.
د استانبول د تجارتي ټولنې مشر ابراهيم چګلار په غونډه کې له اروپايي او اسيايي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د سيمه ييز اقتصادي پيوستون لپاره ګامونه پورته کړي. چګلار وويل، چې د جيوپوليتيکس، نفوس او نړيوالې سوداګرۍ له لحاظه اروپايي او اسيايي وچه په نړيوال سياست او اقتصاد کې مهم ستراتيژيکی ارزښت لري، نو د دې سيمې سرچينې او ځواکونه بايد په ښه توګه وکارول شي.
د غونډې ګډون کوونکو پر دې ټينګار وکړ چې د يوه کمربند او يوې لارې ترغوښتنې لاندې عملي شويو لويو پروژو د سيمه ييزې او نړيوالې اقتصادي همکارۍ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
د ٤٠ نه د زياتو هېوادونو سياستوالو، کارپوهانو او ملکي سازمانونو په نوموړې ٢ ورځنۍ سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی او دوی به د کډوالو په شمول د نورو مسئلو په هکله بحثونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |