د سين هوا اژانس د خبر له مخې،اروپايي پارلمان د اپرېل په ٥مه نېټه په ٥١٦ موافقو،١٣٣ مخالفو او ٥٠ سپينو رايو سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ او له اروپا څخه د بريټانيا د بېلېدو د خبرو اترو لپاره يې سره کرښه وټاکله.
په ياد پرېکړه ليک کې ويل شوي چې که بريټانيا له اروپا څخه له بېلېدو مخکې له درېيم هېواد سره د سوداګريز موافقه ليک په اړه خبرې اترې وکړي،نو دا به د اروپايي ټولنې له قانون څخه د بريټانيا سرغړونه وي.له اروپايي ټولنې څخه له بېلېدو مخکې بريټانيا لاهم د دغې ټولنې د غړي هېواد حق لري،خو بايد د پولي ژمنې په ګډون خپلې دندې پلې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |