(په مطبوعاتي غونډه کې احمدي نژاد او حميد بقايي)
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل د ٥مې نېټې له غرمې وروسته د ايران پخواني ولسمشر محمد احمدي نژاد په تهران کې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. نوموړي د غونډې سلګونو خبريالانو ته وويل، چې هغه به د روان کال په ولسمشريزو ټولټاکنو کې ګډون و نه کړي، خو د حميد بقايي له ګډون څخه ملاتړ کوي کوم چې د نژاد د ماموريت په موده کې د ولسمشر مرستيال و.
تېر کال د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي احمدي نژاد ته په ولسمشريزو ټولټاکنو کې د نه ګډون کولو وړانديز وکړ، ځکه د ده په اند د احمدي نژاد ګډون به د ايران د اسيايي بېلتون د سختوالي سبب وګرځي. احمدي نژاد په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون پلان نلرم، خو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کانديد بقايي ملاتړ کوم.
حميد بقايي د نژاد د ماموريت په دويمه موده کې د ولسمشرۍ دفتر د مدير او د اداري چارو په اړه د مرستيال ولسمشر دندې پر غاړه درلودې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |