د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې صدراعظم ديميتري مدويديف د اپرېل په ٥مه نېټه د مترو تاسيسأتو د ساتلو په اړه حکم ورکړ او د چټک غبرګون ټيم د جوړولو غوښتنه يې وکړه.
له دې حکم سره سم به د چټک غبرګون ټيم په مترو کې په مستقيمه يا نامستقيمه توګه له غير قانوني عملياتو سره مقابله وکړي.
مدويديف اړوندو څانګو ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکو ٣ مياشتو کې په مترو کې د بنسټيزو تاسيسأتو د ساتلو لپاره مشخص تدبيرونه وړاندې کړي.
د روسيې د صدراعظم مرستيال ارکادي دورکوويچ په همدې ورځ وويل چې د دې حکم موخه تر خپلې وسې پورې د ترهګريزو پېښو د خطرونو کمول دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |