CRI Online

چين د کاري دندو د زياتوالي لپاره ٥ فقره ييز تدبير صادر کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 11:34:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ٥مه نېټه د چين د دولتي شورا د د دايمي غړو په غونډه کې راغلي چې د کاري دندو د ثبات او پراخوالي لپاره بايد ګامونه پورته شي. دغې غونډې په اوسمهال او راتلونکې موده کې د استخدام او د چارو د جوړونې د پياوړتيا تګلاره ټاکلې ده.

غونډې د کاري دندو د زياتوالي په غرض ٥ فقره ييزه تګلاره صادره کړه چې لومړی، د مالي، پولي او صنعتي چارو په شمول د مهمو اقتصادي تګلارو د جوړولو په وخت کې بايد پر کاري دندو اغېزې په نظر کې ونيول شي. دوهم، د کاري دندو د پرخوالي لپاره بايد زمينې برابرې شي. درېيم، د مهمو ډلو د استخدام ملاتړ بايد پياوړی شي. له ستونزمنو سيمو سره بايد مرستې زياتې شي. څلورم، مسلکي روزنې او خدمتونه بايد پياوړي شي. پنځم، له هغو کسانو سره بايد د چارو د جوړولو په برخه کې زمينې برابرې شي کوم چېله بهرنيو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای