CRI Online

د شينجيانګ پوهنتونونه او ښوونځي د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې ښوونيزې همکارۍ لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 12:00:21

د شينجيانګ پوهنتون د نړيوال تګ راتګ او همکارۍ څانګې مشره هيري ګل نياز له خبريالې غوټۍ سره

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تېرو څو کلونو راهيسې، د شينجيانګ پوهنتون په شمول د شينجيانګ د خودمختاري سيمې پوهنتونونو او ښوونځيو د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې ښوونيزې همکارۍ لپاره هڅې کړي او د چين او اسيايي هېوادونو ترمنځ د پوهنتونو ټولنې او د ورېښمو نوې لارې د نړيوال تجارت اکاډمۍ په شمول يې د نړيوالې ښوونيزې همکارۍ ډګرونه جوړ کړي دي، تر څو د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د پوهنتونونو د ښوونکو او محصلينو ترمنځ د تګ راتګ او مسلکي همکارۍ لپاره زمينې برابرې شي.

له ٢٠١١ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې شينجيانګ پوهنتون ٤٣٥٣ بهرني محصلين منلي دي. د دې تر څنګ، د شينجيانګ پوهنتونونو په شاو خواوو هېوادونو کې١٠ کنفوسيوس ښوونځي جوړ کړي دي. شينجيانګ پلان لري چې د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به له کاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې نور ١٠ کنفوسيوس ښوونځي جوړ کړي.

د شينجيانګ پوهنتون د نړيوال تګ راتګ او همکارۍ څانګې مشرې هيري ګل نياز وويل، چې ښوونه د خلکو په زړه نژدېوالي کې بنسټيز او لارښوونکی رول لوبوي او د اړوندو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم، درناوي او دوستۍ د پياوړتيا بنسټ هم دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای