د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په ٥مه نېټه وويل چې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد په وړاندې د ده رويه ډېره بدله شوې ده.
د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند د روانې مياشتې په ٤مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د سوريې پر حکومت نيوکه وکړه چې پر عامو وګړو يې کيمياوي وسلې کارولي،خو په دې اړه يې هېڅ شواهد وړاندې نه کړل.
د امريکا څو لوړپوړيو چارواکو دا څرګنده کړه چې د سوريې مسئلې د حلولو په بهير کې د ټرمپ حکومت لومړی کار د بشار رژيم ړنګول نه دي.ښايي د ټرمپ رويه بدله شوي وي.
د سوريې بحران له رامنځته کېدو راهيسې د بشار لېرل کول د بېلا بېلو خواوو ترمنځ عمده توپير دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |