CRI Online

شي جين پينګ د فنلنډ له ولسمشر سولي ننستو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 15:15:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ٥مه نېټه د فنلنډ په پلازمينه هلسينګ کې د فنلنډ له ولسمشر سولي ننستو سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او فنلنډ تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو لوړه ارزونه وکړه او اعلان يې وکړ چې دغه اړيکې په نوي ډول همکاريزو اړيکو بدلې شوي. دواړو خواوو وويل چې متقابل سياسي اعتماد او عملي همکارۍ به پياوړې کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته به ډېرې ګټې ورسوي.

(اواز) د اپريل د پنځمې نېټې په سهار د فنلنډ ولسمشر سولي ننستو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د رئيس شي جين پينګ د هر کلي درانه مراسم ترسره کړل. دا تر ٢٢ کلونو وروسته له فنلنډ څخه د چين مشر رسمي ليدنه ده. فنلنډ له هغو لوېديځو هېوادونو څخه دی چې لومړی د چين له ولسي جمهوريت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي. په خبرو اترو کې رئيس شي جين پينګ له ولسمشر ننستو سره د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د چين او فنلنډ تر منځ اړيکې په نوي ډول همکاريزو اړيکو بدلې شوي. رئيس شي جين پينګ وويل

(( د چين او فنلنډ تر منځ پرمختايي نظريې لرونکې، ستراتيژيکې او عصري اړيکې د دواړو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون خوري. موږ بايد لوړپوړی تګ راتګ پياوړی کړو، متقابل ستراتيژيکي درناوی دې ژور کړو، د دوه اړخيزو اړيکو سياسي بنسټ دې ټينګ کړو، د متقابل درناوي او مساواتو پر اصولو دې ټينګار کړو او د يو بل مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو ته دې توجه وکړو. باور لرم چې د چين او فنلنډ تر منځ د نوی ډول همکاريزو اړيکو تر لارښوونې لاندې به په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د هراړخيز پرمختګ په پټلۍ کې ننوځي او په پر له پسې توګه به نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي. ))

ننستو د رئيس شي جين پينګ هر کلی وکړ چې د فنلنډ د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وخت کې له فنلنډ څخه رسمي ليدنه کوي. هغه وويل، فنلنډ د چين د پرمختګ برياليتوبونو او په نړيوالو چارو کې د چين مهم رول ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د رئيس شي جين پينګ د دې سفر په اثر به د دواړو خواوو لوړپوړي تګ راتګ پياوړی شي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، نوښت او د چاپېريال ساتنې په شمول بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ لا ژورې کړي. ده وويل

((موږ دواړه هېوادونه به لوړپوړی تګ راتګ، سياسي همغږي وساتو، موږ به د يو بل پانګونې وهڅوو او د ښوونې او نوښت په برخو کې به تبادلې زياتې کړو. له دې نه پرته، موږ د انرژۍ، ښاري کېدو، مخابراتي چارو او ترانسپورټ په شمول ځينو ساحو کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هم کوښښونه کوو. ويل کېږي چې د فنلنډ او چين تر منځ دوه اړخيزې اړيکې د ټولنې له بېلا بېلو برخو سره اړه لري. ))

دا يو واقعيت دی چې چين او فنلنډ يو د بل کمښت پوره کولای شي، په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو همکاريو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين د مسلسلو ١٤ کلونو لپاره په اسيا کې د فنلنډ تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی او يو په بل کې د پانګونۍ زياتوالی يې قوي دی. په دغو خبرو اترو کې دواړو مشرانو د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا هيله وښودله. رئيس شي جين پينګ وويل

((دواړه خواوې به د اقتصادي پرمختګ پلان په اړه تبادله پياوړې کړي، د نوښتي پرمختګ، شين پرمختګ او همغږی پرمختګ په برخو کې به خپلمنځي همکاري لا نوره ژورې کړي. دواړه خواوې غواړي د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکارۍ وکړي څو د اسيا او اروپا تر منځ تګ راتګ لا پياوړی شي. موږ به د دواړو هېوادونو د نوي ډول همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای