CRI Online

يوی جنګ شنګ له پاکستان څخه رسمی دوستانه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 17:23:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د مشرانو جرګې د رئيس هی ميان رازا رباني په بلنه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يوی جنګ شنګ د اپريل له ٥مې نيټې څخه تر ٦مې نيټې پورې له پاکستان څخه رسمی دوستانه ليدنه وکړه او په جلا جلا توګه يې د دغه هېواد د ولسمشر ممنون حسين، صدراعظم نواز شريف، د ملي پارلمان مشر جواد عباسي او د مشرانو جرګې له رئيس رازا رباني سره خبرې اترې وکړې.

يوی جنګ شنګ د پاکستان مشرانو ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي که چيانګ او د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې د مشر جانګ ده جيانګ نيکې هيلې او سلامونه ويلي دي.

يوی جنګ شنګ له ممنون حسين سره د کتنې په وخت کې د پاکستان د خپلواکۍ د ٧٠مې کاليزې په مناسبت دغه هېواد ته مبارکۍ څرګنده کړه او ويې ويل چې چين او پاکستان ټينګ دوستانه هېوادونه او د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی د نړيوالو بدلونونو په حال کې هم دوام لري.

ممنون حسين وويل د پاکستان او چين تر منځ دوستی عنعنوی او دايمی دی او دواړه هېوادونه تل له يوبل سره تفاهم کوي، يو پر بل باور لري او يو له بل څخه ملاتړ کوي. په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارو زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولی او رسوي يې او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره فعال رول لري.

يوی جنګ شنګ له نواز شريف سره د کتنې په وخت کې وويل په وروستيو دوو کلونو کې د چين اوپاکستان تر منځ اړيکې ټينګې شوې او خپلمنځي همکارۍ ژورې شوې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز ابادۍ پرمختګ موندلی او زياتې مهمې پروژې د تطبيق په حال کې دی چې د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اړوند نړيوالې همکارۍ باندې يې اغيزې کړې دي.

نواز شريف وويل پاکستان غواړي چې له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ هڅونه وکړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه سيمه ييز امنيت او ثبات وساتي.

يوی جنګ شنګ هم په پاکستان کې د چيني تصديو له مسئولينو سره خبرې اترې وکړې له له دوی څخه يې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای