د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمی استازي ليو جي يي د اپريل په ٥مه نېټه وويل چين د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان او د م م د اړوندو خواوو ملاتړ کوي چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د استفادې په هکله په هراړخيزه، عيني او عدلانه توګه پلټنه وکړي. هغه وويل سياسي لارې د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازينې لاره ده.
د م م امنيت شورا په همدې ورځ د سوريې د يدليب په ايالت کې د کيمياوي وسلو له لارې د شکمن بريد په هکله بيړنې غونډه تر سره کړه. ليو جي يي وويل چين په سوريه کې د کيمياوي وسلو د دغه بريد له امله د زياتې مرګژوبلې په هکله خيرانتيا څرګندوي او د بی ګنا خلکو په وړاندې د هر ډول بريد سخته غندنه کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |