CRI Online

چين د جنوبي کوريا د بالستيک توغندی د توغونې په اړه غبرګون ښودلی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-06 19:55:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: جنوبي کوريا څو ورځې مخکې په بريالې توګه د اتو سوو کيلومترو په فاصله يو بالستيک توغندی توغولی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ٦مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې زغم وساتي او د ترينګلتيا د ښه والي او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره ګټورې پيښې تر سره کړي.

هوا چون ينګ وويل چې د کوريا ټاپووزمی مسئله پيچيلې ده، که هراړخيزه توګه تګلاره غوره شي، دغه مسئله به په پوره حل شي. چين غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای کوښښونه وکړي او د خبرو اترو له لارې د دغې مسئلې د سوله ييز حل و فصل هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای