د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ٦مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې د امريکا فلوريډا ايالت ته ورسيد. هغه به په مرالاګو کې د امريکا له ولسمشر دنالډ ټرمپ سره ملاقات وکړي.
پر ځايي وخت د اپريل په ٦مه نېټه د ماسپښين په يوه بجه او پنځوسو دقيقو د رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د فلوريډا ايالت د لويديځ پالم بيچ هوايي ډګر ته ورسيده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون او مېرمن يې د رئيس شي جين پينګ او د ده د مېرمنې پنګ لي يوان تود هرکلی وکړ.
رئيس شي به د اپريل له ٦مې نېټې څخه تر ٧مې نېټې پورې له ټرمپ سره د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. دا به د نوي امريکايي حکومت له لوړې وروسته د چين او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ لومړی ملاقات وي.
(ياسمين)
نور عکسونه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |