CRI Online

په فنلنډ کې د شي جين پينګ سفر ډېره پاملرنه جلب کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 09:03:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل له ٤مې نېټې څخه تر ٦مې نېټې پورې فنلنډ ته رسمي سفر وکړ. د دواړو هېوادونو مشرانو خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين او فنلنډ ترمنځ د نوي ډول همکاريزو اړيکو د ټينګولو او د سياسي اعتماد د ټينګښت او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره به ګډې هڅې وکړي. د فنلنډ د بېلا بېلو برخو په اند د رئيس شي دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو همکاري لا پياوړې کړي.

د فنلنډ د کرهنيزو او ځنګلي چارو وزارت مرستيالې جانا هوسو کاليو د فنلنډ او چين ترمنځ د پنډا د څېړنيزې پروژې د جوړونې لپاره ډېر کوښښونه کړي وو. هغې دا خبر اورېدلی او ډېره خوشحاله ده چې د پنډا د همکاريزې څيړنې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ تړون لاسليک شوی . د نوموړي وزارت په ويبپاڼه کې په انګريزي او چيني ژبو ياد خبر خپور شوی او د دې پروژې اصلي معلومات يې ورپېژندلي دي.

بر سيره پر دې، چين او فنلنډ به د نوښت، علمي تکنالوژۍ او هنر په برخو کې هم خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د هيلسينګي نويز ورځپاڼې د اپريل په ٥مه نېټه په دوو پاڼو کې د رئيس شي د سفر په اړه راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي چې د رئيس شي سفر د فنلنډ لپاره يو لوی کار دی. د چين بازارونه د فنلنډ د صادراتو لپاره مهم دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای