د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيتي غونډې د سکريتر دوولسمه غونډه د اپرېل په شپږمه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه.د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير ګوه شنګ کون د چيني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون درلود.
ګوه شنګ کون په خپله وينا کې وويل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو ميدان دی.چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای متقابل سياسي ملاتړ پياوړی کړي، په پر له پسې توګه د امنيت همکارۍ د قوانينو بنسټ بشپړ کړي،په فعاله توګه د افراطيت پر ضد د شانګهای د همکارۍ سازمان تړون د لاسليکېدو لپاره کوښښ وکړي او په پر له پسې توګه د ترهګرۍ پر ضد د سيمه ييزو سازمانونو د ابادولو بهير چټک کړي تر څو سيمه ييز امنيت ،ثبات او سمسورتيا وساتل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |