CRI Online

اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې پر شمالي کوريا به نوي بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 09:19:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،اروپايي ټولنې د اپرېل په شپږمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د پانګونې او خدمتونو په برخو کې به پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګوي.

بر سېره پر دې،اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې څلور کسان به د بنديز په ليسټ کې شامل کړي،دغه راز يو څلوېښت تنه به د سيلانۍ ممنوعيت او د شتمنيو له کنګل کېدو سره مخامخ شي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د شمالي کوريا عمليات د م م د امنيت شورا له څو پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه ده چې سيمه ييزې او نړيوالې سولې ته يې سخت ګواښونه رسولي دي،نو اروپايي ټولنه به پر دغه هېواد لازيات بنديزونه ولګوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای