د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير والد معليم د اپريل په ٦مه نېټه وويل، چې سوريه د دې ملاتړ کوي چې نړيواله ټولنه د سوريې په عدليب ولايت کې د کيمياوي وسلو د کارولو پېښې په اړه پلټونکې کميټه جوړه کړي، خو د دې کميټې له سياسي کېدو څخه بايد ډډه وشي. په همدې ورځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره په تليفوني خبرو کې وويل، چې له پلټنې نه مخکې هيڅ بې بنسټيزه نيوکه د منلو وړ نه ده.
معليم په همدې ورځ په يوه مطبوغاتي غونډه کې وويل، چې د سوريې حکومتي ځواکونو د اپريل په ٤مه نېټه د عدليب پر جنوبي سيمې هوايي بريد وکړ او توغندی يې د افراطي ډلې د وسلو پر يو ګدام ولګوه کوم چې پکې د کيمياوي وسلو اومه مواد ساتل شول. معليم د حکومتي ځواکونو له خوا په هوايي بريد کې د زهرجن ګازو اسعمالول رد کړل. هغه وويل، حکومتي ځواکونه پخوا کيمياوي وسلې و نه کارولې او په راتلونکي کې به نه وي، او حکومتي ځواکونه دغسې وسلې نه لري.
په همدې ورځ د روسيې ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چې پوټين په همدې ورځ له نيتانياهو سره په تليفوني خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د پېښې له بشپړې او عادلانه نړيوالې پلټنې نه مخکې د يوې خوا بې بنسټيزه نيوکه د منلو وړ نه ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |