د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين او امريکا مشران به پر ځايي وخت د اپرېل له شپږمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د امريکا په فلوريډا ايالت کې خبرې اترې وکړي.که څه هم د کتنې وخت لږ دی،د امريکا بېلا بېلې ټولنې هيله لري چې دواړه خواوې به د دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو مسًلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سين سپيسر د روانې مياشتې د مارچ په پای کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دواړه مشران به د خپلو مهمو کارونو په اړه د نظريو تبادله وکړي او د ګډې پاملرنې وړ مسًلو په اړه به بحث وکړي.
په چين کې د امريکا پخواني لوي سفير ستاپليتون روی په وروستيو ورځو کې وويل چې دواړو مشرانو د خبرو اترو له لارې متقابل باور پياوړی کړی او په ګډه د بېلا بېلو ستونزو د لېرې کولو لپاره کوښښ کوي.
د هاروارد پوهنتون کارپوه جوسف نې څرګنده کړه چې د همکارۍ له لارې به امريکا او چين ته ګټې ورسول شي.د کارنېجي د نړيوال سوله ييز صندوق غړي هيله لري چې د خبرو اترو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور پياوړی شي او خپلمنځي اړيکې به نورې هم ټينګې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |