د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال اقتصادي فورم د اپريل په ٦مه نېټه د ٢٠١٧ کال لپاره د سيلانۍ په برخه کې د سيالۍ ځواک راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې، د سلانۍ په برخه کې د چين د سيالۍ ځواک لوړ شوی او د نړۍ په درجه بندۍ کې يې ١٥م مقام نيولی دی.
د نړيوال اقتصادي فورم له خوا په خپور شوي راپور کې د ١٣٦ هېوادونو او سيمو د سيلانۍ پټ قوت څېړل شوی او د سيلانيز چاپيريال، تګلارو او شرايطو، بنسټيزو تاسيساتو او طبيعي سرچينو په ٤ برخو کې د حالت سره سم درجه بندۍ جوړې شوې. د چين نوی مقام د ٢٠١٥ کال د نوملړ په نسبت ٢ ځايونه مخکي شوی دي.
سيلانيز چارو ته د پاملرنې له لوړوالي سره، د چين سيلانيز صنعت د ورخلاصون د سويې، معلوماتو، بسنيټيزو تاسيساتو او خدمتونو په برخو کې پرمختګ کړی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |