CRI Online

د م م امنيت شورا د شمالي کوريا د توغنديو د لګولو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 10:38:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د اپرېل په شپږمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په وروستيو ورځو کې د شمالي کوريا د توغنديو د لګولو غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د کوريا د ټاپو وزمې سوله او ثبات ستر اهميت لري.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د شمالي کوريا دغه عمل د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو څخه ډېره سرغړونه ده.امنيت شورا له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې له دغو عملونو څخه لاس واخلي او په هراړخيزه توګه اړوند مقررات پلی کړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې امنيت شورا غواړي په سوله ييزه توګه له ډيپلوماتيکو او سياسي لارې مسًلې حل کړي او هرکلی کوي چې د امنيت شورا غړي هېوادونه او نور هېوادونه به د خبرو اترو له لارې د حلولو مسوده تر لاسه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای