د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د حاجيانو سازمان ويبپاڼې د اپريل په ٦مه نېټه خبر ورکړ چې څو ورځې مخکې،د ايران د حج او زيارت سازمان مسؤل حامد محمدي په سعودي عربستان کې د دې هېواد د حج چارو له وزير محمد بن صالح بن طاهر سره يوه غونډه تر سره کړه. دواړو خواوو په ٢٠١٧ کال کې د سعودي عربستان له خوا ايراني حاجيانو ته د خدمتونو په اړه بحث وکړ.
د ايران د حاجيانو د کرايه کورونو کميټې غړو او د طبي مرکز استازو په ياده غونډه کې ګډون کړی و چې دواړو خواوو د ايراني حاجيانو ته د برېښنايي ويزې د ورکولو، ټرافيک، خواړو او درملنو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. د ايران خوا د امنيت مسئله ياده کړه او غوښتنه يې وکړه چې په ٢٠١٥ کال کې په مکه کې د حج په ترڅ کې د تيل ماټيل د پېښې سرچينه ژر پيدا کړي او د مړو شويو کسانو خپلوانو ته د تاوان پيسې ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |