CRI Online

په شينجيانګ کې به د شينجيانګ او منځنۍ اسيا د معدني چارو د پرمختګ غونډه جوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 12:58:16

د اوروموچي د ماښام ورځپانې د خبر له مخې، د شينجيانګ او منځنې اسيا د معدني چارو د پرمختګ غونډه او د چين په شينجيانګ کې د معدني صنايعو او تجهيزاتو د ٧مې دورې نړيوال نندارتون به د جولای له اتلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې د شينجيانګ د نړيوال نندارتون په مرکز کې جوړ شي. د معلوماتو له مخې، د کشف، استخراج، فلزسازۍ او د معدني صنايعو د پانګونې په برخو کې له ٢٠٠ نه زياتو تصديو پريکړه کړې چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړي.

د جي لين، چينګهای، شان شي او هو بې په شمول د لسو ولايتونو د کانونو څانګو ويلي چې په غونډه کې به ګډون وکړي او د منځنې اسيا له هېوادونو سره به همکاري پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای