د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اپرېل په ۶مه نېټه د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د همدې ورځې په شپه امريکا د سوريې پر يو جنګي هوايي ډګر لسګونه توغندي وويشتل تر څو له دې لارې په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې ته ځواب ورکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدې ورځې په شپه په تلويزيوني وينا کې وويل چې امريکايي پوځ د ده له حکم سره سم د سوريې پر هوايي ډګر بريدونه کړي ځکه په سوريه کې د عامو وګړو په مقابل کې کيمياوي وسلې استعمال شوي دي.
د سوري پوځ په قول پر ځايي وخت د ۷مې نېټې په سهار امريکا د سوريې د حمص ولايت پر يوې هوايي اډې بريد وکړ چې له امله يې مرګژوبله رامنځته شوې او تر اوسه پورې مشخص زيانونه نه دي تاييد شوي.
د سوريې په حمص کې د صيرت هوايي ډګر
له امريکايي پوځي بېړۍ څخه توغول شوی توغندی
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |