CRI Online

د چين او فنلنډ په ګډه اعلاميه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لوری ټاکل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-07 15:44:24

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په شپږمه نېټه له فنلنډ څخه رسمي ليدنه پای ته ورسوله.دا د دواړو هېوادونو د مشرانو په ملاقات کې يوه مهمه لاسته راوړنه ده چې د راتلونکې پر وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. په دې هکله د فنلنډ پوهان څه نظر لري .په ننني تبصره کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړو.

چن يو ون د فنلنډ د هلسينګي پوهنتون د چين پېژندونکې پروفيسره ده او د دې ښار د کفوسيوس پوهنځي مشره هم ده.له څو ورځو راهيسې هغې له فنلنډ څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې ته ډېره پاملرنه کړې او د دې ليدنې د پای ته رسېدو پر مهال يې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له خوا د خپرې شوې ګډې اعلاميې په هکله نظرونه څرګند کړل. هغې وويل (اواز.............) زما په اند د راتلونکې پر وړاندې همکاري ځانګړې ده. رښتيا ده چې چين له نورو هېوادونو سره د همکاريزو اړيکو په هکله ډېر سندونه لاسليک کړي دي. نو د راتلونکې پر وړاندې همکاري دا معنی لري چې دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې له ځينو ګډو ننګونو سره مخامخ شي او په دې برخه کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.د بېلګي په توګه د اقليمي بدلون او د چاپيريال ساتنې په برخه کې به دواړه هېوادونه ګډې هڅې وکړي.

هغې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې فنلنډ يو داسې هېواد دی چې د نوښت او ابتکار توان يې پياوړی دی او د چاپيريال ساتنې په برخه کې عصري تخنيکونه لري چې دا به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ يوه مهمه برخه وي.هغه باور لري چې په نژدې راتلونکې کې به اړوندې څانګې په ياده برخه کې د نظريو تبادله وکړي . سربېره پردې د شمالي قطب د ادارې په برخه کې چين دا نيت ښودلی چې غواړي په دې ساحه کې له فنلنډ سره همکاري وکړي او له فنلنډ سره د همکاريزو اړيکو له امله به په دې برخه کې لازيات فرصتونه تر لاسه کړي.هغې وويل (اواز.........) رښتيا ده چې د عنعنې له مخې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي له شمالي اروپا سره هېڅ اړيکې نه لري، خو دا حالت مې کتلي چې بېلا بېلو خبري رسنيو په راپورټاژونه کې ويلی چې دغه ستراتيژي څنګه له فنلنډ يا حتې د نورو شمالي اروپايي هېوادونو سره اړيکې ټينګولی شي. چين غواړي چې په فنلنډ او نورو شمالي اروپايي هېوادونو کې د مالونو ليږدونې د لارو او سړکونو د جوړولو او د علمي او تخنيکي پرمختګ د موندلو حتې د شمالي قطب د ادارې لپاره لازياتې پانګې واچوي.نو د دغې ستراتيژۍ پلی کول له فنلنډ سره هم تړاو لري.

د هغې په اند ياده ليدنه په ځانګړې نړيواله فضا کې تر سره شوه. اوس مهال په اروپا او امريکا کې محافظه کار غوښتونکي او ګوښه توب بيا رامنتځه شوی دی.خو چين نړيوالو ته تکرار کړې چې د نړيوال کېدو په لوري به ټينګار وکړي.هغې وويل (اواز..........)دا ځل چين نړيوالو ته هغه نيت ښودلی چې چين غواړي پر اوسني نړيوال نظام ټينګار وکړي ، د نړيوال کېدو پرمختګ او ازاده سوداګري دې وساتي. دغه نيت مې څو څو ځله منلی هم دی.فکر کوم چې د دې ليدنې لامل دا دی چې فنلنډ يو کوچنی هېواد دی او د نړيوال کېدو بهير او ازادې سوداګرۍ ته اړتيا لري، نو په دې برخه کې دواړه خواوې ګډو نظريو ته رسيدلي دي.

د هغې په اند فنلنډيان له چين سره د کلتور او ښوونې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې هر کلی کوي. هغه هيله لري چې لازيات فنلنډيان د دې ليدنې له لارې د چين د کلتور او عنعنې په باب معلومات تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای