د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اسيايي پرمختګ بانک د اپريل په ٦مه نېټه د ٢٠١٧ کال لپاره د اسيايي پرمختګ د پسی منظر په نامه راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې، په ٢٠١٧ کال او ٢٠١٨ کال کې به د اسيا او ارام سمندر سيمې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي انډول ٥.٧٪ وي چې دا شمېر د ٢٠١٦ کال د ٥.٨٪ په نسبت لږ څه ټيټ شوی دی.
په دې راپور کې راغلي چې د ډېرو بهرنيو اړتياوو، د لويو توکيو د نړيوالو بيو د بيا لوړوالي او کورنيو اصلاحاتو تر اغېزو لاندې به د دوه په درېيمه برخه اسيايي هېوادونو اقتصادي پرمختګ چټک شي، نو دغه سيمه به لا هم په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې لومړی هڅونکی ځواک وي.
د اسيايي پرمختګ بانک لومړی اقتصاد پوه ياسويوکي ساوادا وويل، چې که څه هم د پرمختللو اقتصادي ځواکونو د تګلارو بدلونونه به نړيوال اقتصادي پرمختګ ته د خطر زنګ وي، خو زموږ په اند اکثره اقتصادي ډلې له لنډمهالي ټکر څخه د ډډه کولو توان لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |